د ګمرکونو او عوایدو معین د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل

1.jpg

11 جوزا 1401

د ګمرکونو او عوایدو معین د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل


د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخوند، تېره ورځ د معینیت د غونډو په تالار کې د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال، عملیاتي مرستیال او د یاد ریاست د مرکزي ادارې یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی و، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د چارو د لا ښه والي او د نظرونو د تبادلې لپاره د داسې غونډو جوړول اړین یاد کړل او ټینګار یي وکړ چې په راتلونکې کې دې د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره همدا ډول حضوري غونډې زیاتې شي.
نوموړي د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې له سوداګرو، مراجعینو او کارکونکو سره له ښه چلند او شفقت څخه کار واخلي.
همداشان له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد په تېرو دو میاشتو کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته د ارزونې راپور وړاندې کړ چې د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او په اړه یي د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړل شوې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او همداشان یي د سوداګرو لپاره د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او د ملي عوایدو د زیاتوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله وویل چې د هیواد په ګمرکونو کې د پخوا په پرتله ستونزې کمې شوې دي او د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو یي غوښتنه وکړه چې د چارو لا ښه والي لپاره دې زموږ سره په کتبي ډول خپلې طرحې او وړاندیزونه شریک کړي.
همداشان په دې غونډه کې د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو د نورو اسانتیاو په رامنځته کیدو او د ګمرکي پروسو اسانه کولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې د ګمرکونو او عوایدو معین د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې امکاناتو ته په کتو سره به د دوی شته ستونزو ته رسیدنه وشي او له یادو مسؤلینو څخه یي غوښتنه وکړه چې د چارو لا ښه والي او د پروسو د چټکتیا په موخه دې له اړوندو نورو ولایتي ادارو سره لا همغږي را منځته کړي.