د بلخ ولایت د ګمرک ریاست کې نویو ګمارل سویو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار په لاره واچول سو

training.jpg

7 جوزا 1401

د بلخ ولایت د ګمرک ریاست کې نویو ګمارل سویو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار په لاره واچول سو


د حیرتان بندر نوي ګمارل سوي کارکوونکي په نوبتي ډول په ټولو ګمرکي چارو کي د څلورو تنو ښوونکو له لوري په ورځي او اوونیز ډول نظري او عملي روزنه ورکول  کېږي.
په دغه روزنیز پروګرام کي د حیرتان ګمرک نوي ګمارل سوي کسان د څلورو تنو مسلکي او مجربو ښوونکو له لوري په نظري او عملي ډول روزل کېږي، چي د روزني په بهیر کي دوی ته د ګمرکي اظهار پاڼي ترتیبول او ډکول، د مسیر یا لوري تعیینول، د تعرفي جوړول، له دخولي دروازې څخه تر خروجي دروازې پوري د ثبت او اخراج پروسه، د توکو د کیفیت څرنګوالی، د توکو د تشرېح څرنګوالی، په هنګرونو کي د ثبت بهیر او د T1فورمه کي د ثبت سوو توکو او لاریو کې د ځای پر ځای سوو توکو پرتله په نظري او عملي ډول ور زده کول کېږي.
د روزنې دغه نظري او عملي بهیر له کارکوونکو سره مرسته  کوي تر څو خپلې چارې په مسلکي توګه پر مخ یوسي چي له مخې یې په ګمرکي چارو کي لازمې اسانتیاوې او روڼتیاوې هم رامنځته کیږي.
ګمرکي کارکوونکي د زده کړو له دې بهیر څخه خوښي څرګندوي او له مسؤلینو مننه کوي چې د چارو د زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت په ټولو ادارو کي نوو ګمارل سوو کسانو ته د هیواد د ګڼ شمېر ولایتونو په مستوفیتونو، ګمرکونو، عایداتي سرچینو او ګڼ شمېر اداري برخو کي روزنه ورکول کېږي، ترڅو کارکوونکي له سیسټمونو، مالیاتي چارو، عوایدو راټولېدو او نورو اداري موضوعاتو سره بلدتیا پیدا کړي.