د یو شمېر ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره ناسته جوړه شوه

ACD.jpg

2 جوزا 1401

د یو شمېر ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره ناسته جوړه شوه

د ګمرکونو لوی ریاست رهبري تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د یو شمېر ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په دې ویډیو کنفرانس کې چې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي خانزاده عبدالله، د ګمرکونو عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې و، د هیواد په ګمرکونو کې د وارداتو او صادراتو په برخه کې سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو، د ګمرکونو لپاره د عوایدو راټولیدو ټاکل شوي هدف په رسیدلو او په یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د یادو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل شول.