د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه

1.jpg

31 حمل 1401

د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه


د تعرفې کمېټې ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړی و، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ یي وویل چې د تعرفې کمېټه له څو ادارو او خصوصي سکټور څخه جوړه کمېټه ده، چې پریکړې یي په سوداګرۍ، داخلي صنعت او عامه خلکو باندې مستقیم اغیز لري نو په کار ده چې د دې کمېتې ټولې پریکړې د یادو درې واړو اړخونو په خیر وي.
همداشان له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د مکروني، یو ورځنیو چورګوړو او د ژوندیو چرګانو، چپس، ساده او ککو لرونکو چاکلیټونو د وارداتي تعرفو او د ډبرو سکرو د صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همداشان په سوداګرۍ کې د اسانتیا لپاره په یاده کمېټه کې د ساده چاکلیټو او چپسو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.