د لومړي ځل لپاره په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترونیکي شوه

minister.jpg

17 حمل 1400

د جلالتماب ولسمشر د حکم له مخې او د ګمرکونو نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان حکومت د ژمنو په اساس د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په مرکز او ولایتونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترنیکي کړه او تېره ورځ د ننګرهار په ګمرک کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده له لوري یې په رسمي ډول پرانېسته وشوه.
یاد سیستم چې پخوا په کتبي/کاغذي ډول طی مراحل کیده او دولس پړاونه په کې شامل و او له دو ورځو څخه زیات وخت ته یې اړتیا درلوده چې له الکترونیکي وکولو څخه وروسته ټوله پروسه اوو پړاونو او څو ساعتونو ته را کمه شوې ده. د قیمت ګذارۍ کارکونکي کولی شي له دې سیستم څخه په ګټې اخیستنې په یو کلیک سره هره پروسه بررسي کړي او د قیمت ګذارۍ پروسه طی مراحل کړي. همداشان یاد سیستم د ملي سوداګرو لپاره دا اسانتیا رامنځته کړې چې د افغانستان له هرې برخې څخه کولی شي د وارداتي توکو قیمت د اسیکودا په سیستم کې ثبت کړي.