هیواد ته د پلاستیکي کڅوړو واردول بند شو

خبرتيا.jpeg

20 جدی 1400
د مرغومي ۲۰مه ۱۴۰۰/د جمادي الثاني ۶مه ۱۴۴۳
د تعرفې کمېټې د وروستۍ ناستې د پریکړې له مخې هیواد ته د پلاستیکي کڅوړو واردول د پخوا په څیر بند شول. له پلاستیکي کڅوړو څخه ګټه اخیستنه د انسان روغتیا ته د زیان اړولو تر څنګ چاپیریال هم زیانمنوي او د هېواد د داخلي صنعت د ودې مخه نیسي؛ نو
په همدې اساس له ټولو هغو سوداګرو څخه چې پخوا به یي هیواد ته پلاستیکي کڅوړې واردولې په جدي توګه غوښتنه کېږي چې له دې وروسته یادې کڅوړې هیواد ته واردې نه کړي.