د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه

1.jpg

12 جدی 1400

د تعرفې کمېټې ناسته جوړه شوه
د مرغومي ۱۲مه ۱۴۰۰ه.ل/د جمادي الاول ۲۸مه ۱۴۴۳ه.ق
د تعرفې کمېټې ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه چې د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړی و، د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې له دې وروسته به د تعرفې کمېټې ناستې په خپل وخت تر سره شي ځکه چې اړوند موضوعات زیات دي څو یي په اړه لازمې پریکړې وشي.
همداشان له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د اوسپنې په وارداتي او صادراتي تعرفې، جستي نلونو، پروفیل، پي وي سي، رول پلاستیک او پلاستیکي کڅوړود تعرفو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او په اړه یي لازمې پریکړې وکړې.
د دې تر څنګ په یاده کمېټه کې د ځینو اقلامو لپاره د ملي کوډونو د جوړیدو پریکړه هم وشوه.
همداشان کمېټې پریکړه وکړه چې له اړوندو ادارو څخه دې یوه تخنیکي کمېټه جوړه او د اړتیا په صورت کې د ځینو اقلامو په اړه اقتصادي تحلیل وکړي او خپل راپور دې د تعرفې له کمیټې سره شریکوي.