د ګمرکونو او عوایدو معین هیواد ته د اوسپنې واردونکو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره وکتل

15.DEC.2021.jpg

24 قوس 1400

د ګمرکونو او عوایدو معین هیواد ته د اوسپنې واردونکو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره وکتل
د لېندۍ ۲۳مه ۱۴۰۰ه.ل/د جمادي الاول ۹مه ۱۴۴۳ه.ق
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخوند هیواد ته د اوسپنې واردونکو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت ګذارۍ رئیس هم شتون درلود، په پیل کې د اوسپنې واردونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه په ځانګړی ډول د تعرفې په برخه کې د ګمرکونو او عوایدو له معین سره شریک کړل او د شته ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې زموږ پالیسي داده څو شته ستونزو ته مناسبه حل لاره پیدا کړو چې نه سوداګر او نه هم صنعتکار زیانمن شي. نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ چې د اوسپنې د تعرفې په اړه به ډیر ژر د تعرفې کمېټه را اوبولي څو په دې اړه پریکړه وکړي.