هیواد کي پر تولید سوي ګول سیخ صادرولو لس سلنه محصول معاف سوو.

STEEL IRON.jpg

17 قوس 1400

هیواد کي پر تولید سوي ګول سیخ صادرولو لس سلنه محصول معاف سوو.



دوشنبه، د لېندۍ ۱۵مه ۱۴۰۰ هـ.ل/ ربیع الثاني ۲۹مه ۱۴۴۳ هـ. سپوږمیز



صادرات چي د یوه هیواد په اقتصادي وده کي کلیدي رول لري او کورنیو تولیداتو ته د ځان بسیایني لپاره لاره هواروي نو له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت په هيواد کي دننه پر توليد سوي ګول سيخ لس سلنه محصول معاف کړ.
دماليې وزارت دپلان له مخي دا اقدام د کورنیو تولیداتو لپاره د نړيوال بازار د پراختيا او پر وارداتو باندي زموږ د هيواد د تکیې راکمولو او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف سوی دی. 
له ملي سوداګرو سره د سوي ژمنې له مخې او دوئ ته د اسانتیاوو برابرولو او مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره به د اوسپنو ویلي کولو فابریکو فعالیتونه او چاري روانې وساتل سي او همداراز له دې وروسته د ګول سيخ پر صادرولو لس سلنه محصول معاف دی.
دغه راز د مالیې وزارت مشرتابه او اړوندو مسؤلینو د هیواد اقتصادي وضعیت او د صادراتو ودې ته په ځانګړې پاملرنه د یو نېک ګام په پورته کولو سره هوکړه وکړه، چي په افغانستان کي تولید سوی ګول سیخ چي د میاشتې به۱۰۰۰ ټنه یوازي پاکستان هیواد ته صادریږي او د یوه ټن بیه به تر۹۰۰ امریکایي ډالرو لوړه وي، له لس سلني محصول اخیستو پرته صادريږي.
په داسي حال کي چي تر دې مخکي د هیواد زړې اوسپني ګاونډیو هیوادونو ته یو ټن د ۳۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا ارزښت صادرېدی او د صنعت کارانو د پرلپسې غوښتنو پر اساس يې صادرول په کلکه ممنوع اعلان سول.  
دا چي پانګوال او ملي سوداګر زیانمن نه سي د پورتنۍ هوکړي له مخي به اوس د هیواد تولید سوی ګول سیخ د سيمي هیوادونو ته له ستونزي پرته  صادریږي.