له ولایتي ګمرکونو څخه د مالیې وزارت د پلټنې لوی ریاست د تللي پلاوي موندنې د ګمرکونو لوی ریاست له مشرتابه سره شریکې شوې

33.jpg

15 قوس 1400

له ولایتي ګمرکونو څخه د مالیې وزارت د پلټنې لوی ریاست د تللي پلاوي موندنې د ګمرکونو لوی ریاست له مشرتابه سره شریکې شوې



د تلې ۱۵مه ۱۴۰۰ه.ل/د جمادي الاول لومړۍ ۱۴۴۳



د ګمرکونو او عوایدو په چارو کې د مالیې وزارت سلاکار ښاغلي اسدالله ساجد(خبیب) او د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند تېره ورځ د مالیې وزارت د پلټنې لوی رئیس ښاغلي انجینر عبدالطیف خالد سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې د مالیې وزارت د پلټنې لوی رئیس او مل پلاوي یي له یو شمېر ولایتي ګمرکونو څخه د یاد ریاست د تللي پلاوي موندنې د ګمرکونو لوی ریاست له مشرتابه شریکې کړې او له دوی څخه یي په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو د ژر حل غوښتنه وکړه.
د ګمرکونو لوی ریاست مشرتابه له دوی څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړل چې شته ستونزو ته به د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې رسیدنه وشي. همداشان دواړو لوریو د ګمرکونو او د پلټنې لویو ریاستونو تر منځ په لا همغږۍ ټینګار وکړ.