د فراه ولایت محصولي ګمرک په فعالیت پیل وکړ

خبرتيا.jpeg

13 اسد 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي فراه ولایت ته د محصولي ګمرک فعالولو په موخه د خپل سفر په لړ کې د فراه ولایت مقام او ملي سوداګرو سره له مشورې وروسته د محصولي ګمرک لپاره د دې ولایت د باغ پل سېمه انتخاب او تېره ورځ هلته په رسمي ډول ګمرکي فعالیت پیل شو.
له هغو ملي سوداګرو څخه چې د فراه ګمرک له لارې واردات او صادارت لري، غوښتنه کیږي چې له دې وروسته د خپلو سوداګریزو توکو د طی مراحلو لپاره یاد ګمرک ته مراجعه وکړي.