د فراه ولایت محصولي ګمرک فعالولو په موخه یاد ولایت ته د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي پلاوي سفر

QQQ.jpg

9 اسد 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د دې ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلی عمر مومند په مشرۍ د فراه ولایت محصولي ګمرک د فعالولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي تېره ورځ د فراه ولایت مقام سره د لیدنې تر څنګ د دې ولایت له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او د محصولي ګمرک د فعالولو په اړه یې له دوی سره بحث او خبرې وکړې. همداشان د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د فراه ولایت مقام او ملي سوداګرو په مشوره د محصولي ګمرک لپاره مناسب ځای هم انتخاب کړ.