د ګمرکونو عمومي رئیسې د دې ریاست یو شمېر کارکونکي وستایل

1.jpg

27 سرطان 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، نن د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه د دې ریاست یو شمېر کارکونکي چې د قیمت ګذارۍ او په انلاین ډول د ګمرکي محصول د معافیت طی مراحلو د ماډیول په پلي کیدو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وه، وستایل.
په دې مراسمو کې چې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، د دې ریاست یو شمېر رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون کړې و، د ګمرکونو عمومي رئیسې وویل چې مکافات او مجازات په ادارو کې یو اصل دی چې کارکونکي غوره اجرااتو ته وهڅول شي او د ګمرکونو لوی ریاست دې اصل ته ژمن دی. نوموړې د یاد ریاست کارکونکي په اغیزمن ډول د اړوندو چارو تر سره کولو ته وهڅول.
د دې مراسمو په پای کې د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ یو شمېر کارکونکو ته ستاینلیکونه ورکړل.