د افغانستان د ګمرکونو ملي اکاډمي

تاریخچه:


د ګمرکونو ملي اکاډمي چې د (۴۵۷۶۸) متر مربع چې معادل یې (۲۲.۹) جریبه کیږي د کابل ګمرک تر شا موقعیت لري، له پیل څخه (۲۰۱۰ کال) تر اوسه پورې د دولتي او غیر دولتي بېلابیلو بنسټونو کارکونکو ته د وړتیا لوړولو او مسلکي روزنې په موخه بېلابیل روزنیز پروګرامونه جوړ او پلي کړي دي چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.


تر اوسه شاوخوا (۳۶۶۳) تنو ګمرکي او د نورو بنسټونو لکه د عوایدو لوی ریاست، ګمرکي کمیشنکاران، سوداګر او استازي یې او داسې نورو ته د مسلکي روزنې زمینه برابره کړې ده. له دې جملې څخه ۴۷۲ تنو ګمرکي کارکونکو ته څلور میاشتنۍ عملي او نظري زده کړې ورکړي دي چې ۱۱ مه دوره یې د جوړیدو په حال کې ده.


2- لیدلوری


د بشري سرچینو وړتیا لوړول او ملي بنسټونو د مسلکي اجرااتو د کچې لوړول


3- ماموریت:


د روزنې په یو متمرکز چاپیریال کې د ملي بنسټونو کارکونکو لپاره په بېلابیلو برخو کې د اغیزمنو روزنیزو برنامو جوړول او پلي کول.


 


4- ارزښتونه



  • ژمنتیا

  • شایستګي

  • صداقت و امانداري

  • خلاقیت

  • اغیزمنتیا

  • کیفیت

  • مسؤلیت پیژنده

  • تداوم


 


تأسیسات او اسانتیا:


I-  اداري تأسیسات:



  • اداري تعمیر کې ۱۲ کاري دفترونه د امر، ښوونکو او اداري کارکونکو لپاره شتون لري چې د اړتیا وړ په ټولو وسایلو سمبال دي او همداشان د نارینو او ښځینو لپاره عصري تشنابونه په کې شتون لري.

  • د کنفرانسونو یو تالار چې د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او په الکترونیکي وسایلو لکه پروجیکتور او غږ سیستم باندې سمبال دی.

  • د اداري غونډو لپاره کنفرانس روم


 


II- تدریسي تاسیسات:



  • د درس لپاره درې ټولګي چې هر یو یې د ۵۰ کسانو ظرفیت لري چې په میز، څوکۍ او د درس نور وسایلو باندې سمبال دي.

  • دوه بابه کمپیوټر لب چې په فعالو کمپیوټرونو چې له انټرنټ، د اسیکوډا او سیګتاس سیستمونو سره نښلول شوي دي.

  • یو باب ورکشاپ د عملي کارونو او نظري درسونو لپاره چې د بدني تلاشي او ترانسپورتي وسایلو باندې مجهز دي.

  • یو باب سیف روم(Safe Room) د بیړنیو حالاتو لپاره چې د ۱۲۰ کسانو ظرفیت لري

  • مجهزه کتاب خونه

  • د ګروپي کارونو لپاره ۷ بابه د مطالعې خونې

  • یو باب جومات او د اوداسه ځای


 


اعاشوي تاسیسات او اسانتیاوې:



  • یو پخلنځی او خوړنځای چې په ټولو اړینو وسایلو سمبال دي او په

  • یو وخت کې د ۱۲۰ کسانو ظرفیت لري.

  • د خوراکي موادو د سانتې لپاره ۲۰ فوټه دوه دانې یخچالونه؛


 


IV- د نارینه او ښځینو لپاره د لیلې تاسیسات او اسانتیاوې:



  • ۳۰ بابه یو کسیز د خوب خونې د لوړ رتبه چارواکو لپاره هر یو یې جلا حمامونه لري.

  • ۲۸ بابه دو کسیز د خوب خونې د مشترکو مجهزو حمامونو سره

  • د ښځینو لپاره ۵ بابه دوه کسیز د خوب خونې؛ او


۱۲ بابه یو کسیز حمایوي د خوب خونې؛


 


سپورټي او تفریحي تاسیسات:



  • په ورزشي ماشین الاتو سمبال یو باب لوی ورزشي جمنازیوم

  • د هر ډول وسایطو لپاره پارکنګ؛

  • د والیبال میدان او شنې ساحې(چمنونه) او سفالت شوي سړکونه؛


 


VII- د هوساینې اسانتیاوې:



  • د کالیو وینځلو لپاره ځانګړې خونه چې ۱۰ پایې د کالیو ماشینونه لري، د کالیو وچولو لپاره ۱۰ پایې ماشینونه او د اتو کولو اسانتیاوې؛

  • د ۷۵ متر مکعب په حجم سره د اوبو ذخیره چې په واټرپمپ او د اوبو تصفیې په فلتر سمباله ده؛

  • د ۵۶۰ کیلو واټه ظرفیت په درلودلو سره دوه پایې جنراتورونه

  • د ۸۰۰۰۰ لیټر په ظرفیت سره سپتیک څاه


 


-VIII بشري ظرفیتونه:


د اکاډمي روزنیز، اداري او خدماتي دندې د مسلکي ښوونکو، اداري مجربو کارکونکو او خدماتي کارونکو له لوري پر مخ وړل کیږي.


 


د ګمرکونو ملي اکاډمي د پورته ویل شویو امکاناتو په درلودو سره د هر ډول ملي او نړیوالو روزنیزو خدمتونو وړاندې کولو او ورکشاپونو جوړولو ته چمتو ته ده.