په غلام خان بندر کې د میوند بانک څانګه پرانیستل شوه

افتتاحيه بانک.jpg

10 سرطان 1400
په غلام بندر کې د میوند بانک څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د خوست ګمرک رئیس محمد حکیم سرتېر، د میوند بانک مدیر فیصل خان د سوداګرۍ خونې عامل رئیس شهباز ګربز او د خوست بهرنیو اړیکو رئیس میاخېل ګډون وکړ.
د په دغه مراسمو کې د ګمرک رئیس محمد حکیم سرتېر دا چاره د غلام خان بندر سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو، اداري فساد د مخنیوي، د تعرفو ورکړې لړۍ د چټکتیا او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته د غلام خان بندر له لارې سوداګر کولای شي، د وخت له ضایع کولو پرته د خپلو توکو تعرفې د میوند بانک له لارې تحویل کړي.
د مراسمو په لړ کې شهباز ګربز، په غلام خان بندر کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ګمرک ریاست او میوند بانک د رهبرۍ له هڅو او وروستیو پرمختګونو د ستاینې تر څنګ، په غلام خان بندر کې د میوند بانک څانګې ته د ځای او نورو امکاناتو ورکړې له امله مننه وکړه.