د پیسو وینځلو سره د مبارزې عالي کمېسیون د ژمنو پلي کیدو د څرنګوالي په اړه ناسته وشوه

جلسه معين عواید وګمرکات.jpg

18 جوزا 1400
د پیسو وینځلو سره د مبارزې عالي کمېسیون د ژمنو پلي کیدو د څرنګوالي په اړه ناسته نن د غبرګولي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د پیسو وینځلو سره د مبارزې عالي کمېسیون د ژمنو پلي کونکو ادارو د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین د راپورونه له اوریدو وروسته، اړوندو ادارو ته دنده وسپارله څو د پورنیو پلي شویو ژمنو بشپړ راپور چمتو کړي او مرکزي بانک ته چې د پیسو وینځلو سره د مبارزې عالي کمېسیون مشري پر غاړه لري، ولیږي.