د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د پاتې دو ګمرکونو (تورخم او اسلام قلعه) د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي

custom.jpg

17 جوزا 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي / جوزا میاشتې په ۲۰ مه نېټه د پاتې دو ګمرکونو (تورخم او اسلام قلعه) د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي. 
د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو پروسه لغو شوې ده او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر کړي.
په دې اساس له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کیږي چې ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي څو د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه مخنیوي وشي. 

اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د اسیکوډا په سیستم کې یوزر نه دی جوړ کړی، غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.