د غبرګولي میاشتې په دوېیمې اوونۍ کې د هیواد له ګمرکونو څخه یو میلیارده ۸۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

custom.jpg

17 جوزا 1400
د روان مالي کال د غبرګولي / جوزا میاشتې له ۸ مې نه تر ۱۴ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه یو میلیارده ۸۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۱۲ میلیارده ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۸۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.