سوداګریزو شرکتونو ته د یوزر جوړولو په موخه د چمتو والي ناسته وشوه

amina.jpg

14 حمل 1400

سوداګریزو شرکتونو ته د یوزر جوړولو په موخه د چمتو والي ناسته نن د وري میاشتې په ۸ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی آمنه احمدي په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو عمومي ریاست د اړوندو برخو مسؤلینو شتون درلود، له دې پروسې څخه د هیواد په کچه ملي سوداګرو ته د پوهاوي، د یوزر او پسورد تر لاسته کولو فورمې د نهایې کولو، په دې برخه کې سوداګرو او د دوی استازو ته د ښوونې پلان په ترتیب او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو ګمرکي اموالو د تصفیې په موخه د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.