د ګمرکونو عمومي رئیسې د کنړ ولایت د نواپاس له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه

Kunar trip.jpg

15 جوزا 1400
د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي په مشرۍ د مالیې وزارت پلاوي د غبرګولې میاشتې په ۱۳ مه نېټه کنړ ولایت ته رسمي سفر وکړ.
یاد ولایت ته د ګمرکونو عمومي رئیسې د سفر موخه د نواپاس صفري نقطې څخه لیدنه او د دې لارې ارزونه وه چې په دې اړه د کنړ ولایت له چارواکو او سوداګرو سره سلا مشورې وکړي.
اغلی احمدي کنړ ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت له والي سره د لیدنې تر څنګ د کنړ او ننګرهار یو شمېر ملي سوداګرو سره هم ولیدل.
د کنړ له والي ښاغلي محمد اقبال سعید سره په لیدنه کې دواړو لوریو د صادراتو لپاره د نواپاس لارې په پرانېستلو، په یاد ولایت کې د سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو، د نویو عایداتي سرچینو په موندلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداشان نوموړې د کنړ والي په شتون کې د کنړ او ننګرهار ولایتونو له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل چې د دوی په استازیتوب د یادو ولایتونو د سوداګرۍ خونې رئیسانو د سوداګرو شته ستونزې د ګمرکونو له عمومي رئیسې سره شریکې کړې. دوی په قانوني توګه د کنړ د لرګیو او نیمه قیمتي ډبرو د صادرولو غوښتونکي شول.
د ګمرکونو عمومي رئیسې وویل چې کنړ ولایت ته زما د سفر موخه همدا ده چې د سوداګرو ستونزې له نږدې واورم او همداشان په تورخم کې د وسایطو د تراکم څخه د مخنیوي په موخه د صادراتو او خالي وسایطو د تګ را تګ لپاره د نواپاس لارې د پرانیستلو په اړه ستاسو سره سلا مشورې وکړم. نوموړې په ګمرکونو کې د وروستیو اصلاحاتو په اړه د دوی سره هر اړخیز معلومات هم شریک کړل.
په دې سفر کې اغلې احمدي د کنړ مرستیال والي، د سرکاڼو ولسوال، د یاد ولایت مستوفي او د ملي سوداګرو د استازو په ملتیا د لارې ارزونې په موخه د نواپاس له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه.
همداشان د ګمرکونو عمومي رئیسې د کنړ ولایت له مستوفیت او ګمرک څخه د لیدنې پر مهال د دې ادارو له کارکونکو سره وکتل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل چي په اړه یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.