ډیر ژر به د پاتې دو ګمرکونو ( اسلام قلعه او تورخم) د کمیشنکارانو یوزرونه هم بند شي

custom.jpg

15 جوزا 1400
د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو پروسه لغو شوې ده او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړکړي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تر اوسه د (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، خوست، پکتیا، آقینه، کندز، د کندهار، بلخ، هرات او حامد کرزي هوایې ډګرونو، اندخوی، سپین بولدک، تورغنډۍ، حیرتان، ابونصر فراهي، نیمروز، بلخ، ننګرهار او هرات) ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړي دي چې ډیر ژر به د اسلاقلعه او تورخم ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه هم بند شي.
===
اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د یوزر اخیستلو لپاره مراجعه نه ده کړی غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.