عالم شاه ابراهیمي د عوایدو او ګمرکونو مرستیال وټاکل شو

عکس خبر دوهم.jpg

14 حمل 1400

عالم شاه ابراهیمي، په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د عوایدو او ګمرکونو مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د پېژندنې په دې مراسمو کې، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. د مالیې وزارت سرپرست د مخکني مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، له کړنو د ستاینې او مننې ترڅنګ، عالم شاه ابراهیمي ته د عوایدو او ګمرکونو تصدۍ ورسپارلو مبارکي وویله. ښاغلي پاینده د مالیې وزارت ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د مالیې وزارت د موخو په ترلاسه کولو او ورسپارل شویو چارو کې دې له نوي ګمارل شوي مرستیال سره هر اړخیزه ملتیا وکړي.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د مالیې وزارت ټول مسؤلین او کارکوونکي باید له فساد سره د مبارزې پر وړاندې کار وکړي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت او مالیه ورکوونکو ترمنځ دي اړیکې تر پخوا پیاوړي او ټینګې شي.
عالم شاه ابراهیمي، د افغانستان حکومت او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په ور سپارل شویو چارو کې به له هیڅ ډول هڅو مخ ونه ګرځوي. نوموړي، له اړوندو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ور سپارل شویو او پرمخ وړونکو چارو په برخه کې دې همکاري ورسره وکړي.
د یادونې وړده، چې عالم شاه ابراهیمي، له دې وړاندي د مالیې وزارت اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له څو کلنې تجربې برخمن دی.