روانه اوونۍ د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي د غویې ۱۱ مه ۱۴۰۰ ه.ل

custom.jpg

11 ثور 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ چې د غویې/ثور میاشتې ۱۶ مه نېټه کیږي، د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي.
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي چې د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست د روانې غویې میاشتې په لومړۍ نېټه هم د هیواد د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، د کندهار، بلخ و هرات هوایې ډګرونو) د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړل.
—-
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.