په تېرې یوې اوونۍ کې د هیواد له ګمرکونو څخه ۱ میلیارده ۵۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

custom.jpg

5 ثور 1400

د روان مالي کال د وري میاشتې له ۲۸ مې نه د غویې میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې د هیواد له ګمرکونو څخه یو میلیارده ۵۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۱۰ میلیارده ۲۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۸۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.