د بلخ ګمرک مسٶلينو يو شمېر سوداګرو ته د اسيکوډا په سيستم کې د يوزر جوړولو په اړه پوهاوى وکړ

خبر بلخ.jpg

5 ثور 1400

د بلخ ګمرک مسٶلينو يو شمېر سوداګرو ته تېره ورځ د غويې مياشتې په ٤مه نېټه د خپلو سوداګريزو توکو د ګمرکي طى مراحلو په موخه د اسيکوډا په سيستم کې د يوزر جوړولو په اړه پوهاوى وکړ.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې چې د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې رٸيس هم شتون درلود، د بلخ ګمرک مسٶلينو له ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د کابينې د پريکړې له مخې ژر تر ژره د اسيکوډا په سيستم کې يوزر جوړ کړي.
د يادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوى رياست تيره اوونۍ د هيواد د يوولسو ګمرکونو د کميشنکارانو يوزرونه بند کړ او د کابينې د پريکړې له مخې سوداګريز شرکتونه مکلف دي، چې خپلو سوداګريزو توکو د ګمرکي طى مراحلو لپاره د اسيکوډا په سيستم کې يوزر حوړ کړي.
———-
اړوند معلومات
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.